په جورجیا کې له ډونالډ ټرمپ څخه د جوبایډن رایې زیاتې دي

جوبایډن

د امریکا په څو ایالتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو رایه شمېرنه دوام لري، اوس د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن په مهم ایالت جورجیا کې کې هم له ډونالد ټرمپ نه مخکې شو.

جورجیا د ټاکنیز کالج شپاړس رایې لري او سي ان ان او فاکس نیوز تلویزیونونو راپور ورکړی چې بایډن په کې مخکې دی.

له دې وړاندې د ډونالد ټرمپ کمپاینرانو د میشیګن او جورجیا په محکمو کې عدلي دعوې ثبت کړي چې بایللي یې دي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې په نیوادا او نورو سیمو کې به نورې دعواوې هم ثبت کړي.

ولسمشر ټرمپ ادعا کړې چې د نومبر د دریمې نېټې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

د میشیګین او جورجیا ایالتونو قاضیانو د ټرمپ د ټاکنیزې ډلې ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، د دعوا د ثبوت لپاره هیڅ ډول شواهد نه لري.

د امریکا په ټاکنو کې د بریا لپاره د ټاکنیزو کالجونو ۲۷۰ رایې لازمي دي.

بایډن تراوسه ۲۵۳ او سیال یې ټرمپ ۲۱۴ رایې لري.