د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ سیمه کې د جګړې په دوام د ملکي مرګ ژوبلې نور خبرونه ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ تېره شپه هم جګړې دوام وکړ.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي چې د ارمنستان د توغندیو په برید کې په ستیپاناکرت او شوشي ښارونو کې درې ملکیان وژل شوي دي.
په اذربایجان کې د ازادي راډیو خبریال دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې یادو شویو سیمو کې یې د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه د سپتمبر په ۲۷مه پيل شوې.
تراوسه د امریکا او روسیې په منځګړیتوب څو ځله اعلان شوی اوربند مات شوی دی.