ناټو له افغانستان سره د نظامي تجهیزاتو د مرستې ژمنه وکړه

د ناټو له لوري افغانستان سره د مرسته شویو یو شمېر هاموې موټرو انځور

په افغانستان کې ناټو له افغان ځواکونو سره د نږدې ۴۵۰ هاموې موټرو او نورو پوځي تجهیزاتو د مرستې ژمنه وکړه.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ته د خپلو مرستو په دوام کې سلګونه هاموې، میلیونونه مرمۍ او په سلګونو شبین دوربینونه او یو شمېر نور جنګي وسایل د هېواد اردو او موږ ته راسپاري، موږ د امریکا د متحد ایالتونو له مرستې مننه کوو."

د پوځي وسایلو او تجهیزاتو دا مرسته په داسې وخت کې له افغانستان کې سره اعلان شوه چې تر دې یوه ورځ مخکې، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پر بیارغاونې د امریکا د څار ادارې، په خپل راپور کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د درې میاشتو په ترڅ کې بریدونه تر دې مخکې درې میاشتو په پرتله پنځوس فیصده زیات شوي دي.

له جولای میاشتې د سپټمبر تر اخره د سیګار په باور افغان ځواکونو یو زر یوسل او یولس ځمکنۍ حملې کړې دي او طالبانو هم پر افغان ځواکونو فشار زیات کړی دی.

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې د ورځې په ګڼه کې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په وینا خبر ورکړ چې سیګار ته یې ویلي دي چې د بریدونو زیاتوالی د امریکا او طالبانو د فبروري د نهه ویشتمې نېټې د سولې تړون تر سوال لاندې راولي خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې دوی تر ډیره په دفاعي حالت کې دي.

هغه زیاته کړه: "جګړه اوس هم زموږ له طرفه د پخوا په نسبت ډېره کمه شوې ده، په لویو ښارونو او مرکزونو بریدونه نه دي ترسره شوي، یوازې په هغو اطرافي سیمو کې چې څه شته هغه هم عکس العمل دی."

ارشیف، افغان ځواکونه د روزنې پرمهال

ناټو له افغان ځواکونو سره د راتلونکو څو کلونو په ترڅ کې د مرستو ژمنه کړې ده.

نږدې درې اونۍ مخکې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پرمهال د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دا ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه چې ناټو به تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.