ټرمپ په انتخاباتو کې د درغلۍ له ادعا سره محکمې ته ځي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، باور لري چې د نوومبر د ۳ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درغلي شوې او د څېړلو لپاره یې محکمې ته ځي. له بلې خوا سیال یې جو بایډن وايي، باور لري چې انتخابات یې ګټلي، که څه هم رای شمېرنه لا پای ته نه ده رسېدلې.