سیګار: افغانستان کې په وروستیو درېیو میاشتو کې حملې زیاتې شوي

پر کابل پوهنتون باندې برید

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار اداره، سیګار وایي، په دې هېواد کې په وروستیو درېیو میاشتو کې د مخکېنیو درې میاشتو په پرته حملې په متوسط ډول د ورځې په ۱۰۰ کې ۵۰ زیاتې شوې دي.

د جرمني د «ډي‌پي‌اې» خبري اژانس د راپور له مخکې سیګار نن په خپاره شوي نوي راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو ۱،۱۱۱ ځمکني عملیات کړي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په پوځي عملیاتو کې څه باندې دوه چنده زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې طالبانو بیا د افغان دولت او د امنیتي ځواکونو د کمزوري کولو لپاره شخړو ته دوام ورکړی، خو سیګار د امریکا د دفاع وزارت په استناد وایي چې د شخړو کچه‌یې په هغه حد کې ساتلې چې له امریکا سره په شوي تړون کې یې یادونه شوې ده.

په راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې طالبانو په حملو کې د دې لپاره زیاتوالی راوستی چې امریکایي ځواکونه له دې هېواده وتلو ته وهڅوي او تر وتلو وروسته د ځان په ګټه شرایط رامنځته کړي.

په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ نښتو کې هره ورځ ولسي خلک ډېره قرباني ورکوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې د ملکي وګړو ۲،۱۱۷ مړینې او د ۳،۸۲۲ ټپیانو شمېر ثبت کړی دی.