چارواکي: د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی

ارشیف، افغان ځواکونه

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا ویاند جګړن اقا محمد ساپی وایي چې د کرل شویو ماینونو له امله‌یې عملیات ورو روان دي.

هغه زیاته کړه: "بازار تر نیم زیات زموږ په لاس کې دی. قومانداني زموږ په لاس کې ده. له بازار نه ښکته چې ورځئ دې خواته چې سړک بېرته دهراوود بازار ته راګرځېدلی تر دې ځای پورې موږ پرمختګ کړی دی."

پر دهراوود ولسوالۍ له څه باندې یوې میاشتې راهیسې طالبان بریدونه کوي او تېره اوونۍ یې د دې ولسوالۍ امنیه قومانداني هم ونیوله چې بیا الوتکو بمباري وکړه او طالبان په شا شول.