د کابل د درېیمې امینتي حوزې ۱۳ منسوبین څارنوالۍ ته وپېژندل شول

د کابل د درېیمې امینتي حوزې د پولیسو ۱۳ منسوبین پر کابل پوهنتون د برید وروسته د وظیفوي غفلت له کبله نیولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د درېیمې امینتي حوزې د پولیسو ۱۳ منسوبین پر کابل پوهنتون د برید وروسته د وظیفوي غفلت له کبله نیولي او څارنوالۍ ته یې پېژندلي دي.

دې وزارت رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې لیکلي، دې ۱۳ تنو د کابل پوهنتون د امنیت مسوولیت درلود، خو د امنیتي پلان د نه عملي کېدو او وظیفوي غفلت له کبله څارنوالۍ ته پېژندل شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، په دې کسانو کې د کابل د درېیمې امنیتي حوزې امر، جنايي مدیر، د کابل پوهنتون د ټولي قوماندان او یو شمېر نور کسان شامل دي.

دا کسان داسې مهال څارنوالۍ ته معرفي کېږي چې پرون د کابل پوهنتون تر مخه لاریون کوونکو د هغو کسانو د نیولو او مجازاتو غوښتنه وکړه چې په خپله وظیفه کې یې غفلت کړی دی.