د امریکا انتخابات به پر افغان سیاست څه اغېز وکړي؟

ډونالډ ټرمپ او جوبایډن

د افغانستان یو شمېر سیاسیون، د ملي شورا غړي او عام خلک، د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو او پر افغانستان یې د اغېز په اړه بېلابېل نظرونه لري.

په تېره دوره کې د افغانستان جمهوري ریاست ته کاندید او د ملي امنیت مخکینی رئیس رحمت الله نبیل، د افغانستان په اړه د امریکا د اوسني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر چلند په انتقاد سره، ازادي راډیو ته وايي، په امریکا کې به د نوي حکومت له راتګ سره، د افغانستان پر وړاندې د هغه هېواد په سیاست کې ډېر بدلون را نه‎شي.

ښاغلي نبیل زیاته کړه:"که جوبایډن یا ټرامپ ګټونکی شي په لویو پالیسیو کې یې بدلون نه راځي، ځکه بایډن مخکې له دې هم په دې اړه اظهارات لرل. کله چې د کرزي صاحب په وخت کې راغلی و، کومې څرګندونې چې په غونډه کې لرلې، فکر نه‎کوم لوی بدلونونه به راشي. ښه دا ده چې موږ افغانان د خپل وضعیت په اړه تحلیل ولرو او بیا اقدام وکړو."

رحمت الله نبیل

د سیاسي چارو پوه عمر صدر وايي، لومړی د ډونالډ ټرمپ بهرنی سیاست په افغانستان کې له هرکلي سره مخ شو او دغه سیاست پر پاکستان د فشار راوستلو لامل شو، خو د وخت په تېرېدو سره، د ښاغلي ټرمپ دغه سیاست بدل شو.

ښاغلي صدر زیاته کړه:"ټرمپ د بایډن پرتله د افغانستان لپاره هېڅ ښېګڼه نه‎لري، بایډن دا ښېګڼه لري چې ډموکرات دی او ډموکراتان د ښځو د حقونو، د بیان د ازادۍ او داسې نورو ارزښتونو په ګډون، نړیوالو قوانینواو د بشر حقونو ته ډېر درناوی لري هغو ارزښتونو ته چې موږ د نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي دي. جوبایډ چې دغه درناوی لري، نه غواړي هرڅه طالبانو ته وسپاري."

د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي، په امریکا کې به د نوي حکومت له راتګ سره، د افغانستان په اړه د هغه هېواد په ستراتیژۍ کې بدلون را نه‎شي.

دی زیاتوي:"زما په نظر د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتيژۍ کې بدلون نه راځي، ښايي یوازې پالیسي یې بدله شي. د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه توافق لري. ټرمپ د دغو ځواکونو په ډېر ژر وتلو ټنیګار کوي او جوبایډن وايي، باید په قانونمنده توګه ووځو، دا يې توپیر دی. موږ باید خوشبینه نه اوسو چې د هر یوه په بریالیتوب سره به بدلون راشي، ځکه ستراتیژي یې نه بدلیږي."

د مشرانو جرګې غړی محمد اصف صدیقي هم ورته نظر لري او د امریکا له نوي حکومته غواړي چې له افغانستان سره په ژمنو او د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان د مشرانو جرګه

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:"هیله‎مند یم، هر حکومت چې راځي، که د ټرمپ وي یا د جوبایډن، پر ګاونډیو هېوادونو چې د ترورېزم ملاتړي دي، ډېر فشار راولي چې موږ ترې وژغورل شو او تر هغه وخته چې په افغانستان کې سراسري امنیت نه وي تأمین شوی، افغان امنیتي ځواکونو په پښو نه وي دریدلي، باید په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي."

  • د امریکا د انتخاباتو او پر افغانستان ېې د اغېز په اړه کابل ښاریان څه نظر لري؟

محمد حضرت او مسافر وايي: "هر څوک چې جمهور رئیس کېږي لږ تر لږه دې د افغانستان وضعیت درک او پام دې ورته وکړي، ځکه موږ بې وزلي یو، امنیتي وضعیت هم ښه نه دی. امنیتي تړون ته دې ژمن اوسي. اوس د افغانستان سیاسي وضعیت بهرنیو هېوادونو پورې تړلی ځکه امریکا له مالي او پوځي پلوه د افغانستان تمویلوونکی دی، که جوبایډن د امریکا جمهوررئیس شي، ښايي د افغانستان او د افغانستان د سولې په اړه به يې سیاست بل وي."

اوس به لیدل شي چې په امریکا کې به د نوي حکومت په راتګ سره، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د سولې د خبرو برخلیک څه وي.