د ازربایجان په نګورنو قره باغ سیمه کې د ازري او ارمني ټبرو ځواکونو ترمنځ د جګړې د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.
دواړه لوري ادعا کوي چې جګړه کې بر لاس لري.
د ارمنستان اړخ نن سهار اعلان وکړ چې پر ستراتیژیک ښار 'شوشي' یې د ازربایجان یرغلیز بریدونه په شا تمبولي دي، دا ادعا ازربایجان رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په نګورنو قره باغ سیمه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د څارنې یوه ګټور مېکانېزم ته اړتیا ده.
نګورنو قره باغ له جغرافیوي پلوه د ازربایجان په خاوره کې پروت دی، خو ډېر اوسیدونکي یې ارمنیان دي او د اذربایجان واکمني نه مني.