الکوزی: که د برېښنا پرچاوي دوام وکړي ۲۰ سلنه تولیدات به راکم شي

خان جان الکوزی وايي، د برېښنا پرچاوي په تولیدي فابریکو ناوړه اغېز کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو فدارسیون وايي، د برېښنا پرچاوي په تولیدي فابریکو ناوړه اغېز کړی او پنځلس سلنه تولیدات یې راکم کړي دي.

د دغه فدارسیون مرستیال خان جان الکوزي نن د چهارشنبې (د لړم ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د برېښنا پرچاوي په اقتصاد او تولیداتو مستقیم اغېز کړی او جدي ستونزې یې رامنځ ته کړي.

الکوزی زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ممکن ان تر شل سلنو به تولیدات راکم شي: "کله چې فابریکه فعاله او برېښنا ولاړه شي، هغه مواد چې په ماشین کې وي، هغه ضایعه کېږي او که له جرنیټري برېښنا ګټه اخلي، بیا نو یو کیلواټ برېښنا۳۰ افغانۍ تمامېږي، ورسره د تولیدي توکو بیه لوړېږي او په ازاد بازار کې له سیالي نه شي کولای."

ښاغلي الکوزی وايي چې مخکې کرونا ویروس له امله د ټولبند (قرنطین) په دروان کې خصوصي سکتور په ځانګړي توکه فابریکو ته زیان اوښتی، اوس د برېښنا پرچاوي دغه ستونزه نوره هم زیاته کړې ده.

خو د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د برېښنا پرچاوي ستونزه هواره شوې او له پلان او پخواني مهال ویش سره سم به له دې وروسته د ورځې په اوږدو کې تولیدي پارکونو ته برېښنا ورکول کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو فدارسیون وايي، که څه هم په افغانستان کې د فابریکو کره شمېر نه‎دی معلوم، خو د اټکل له مخې په ټول هېواد کې له درې زرو زیاتې لویې، متوسطې او وړې تولیدي فابریکې فعالیت لري.

خان جان الکوزی وايي چې له دې فدارسیون سره شاوخوا۱۵۰۰ تولیدي فابریکې ثبت دي.