پاکستان وایي، له پولې اخوا د افغانستان له لوري د سخت دریځو وسلهوالو په ډزو کې د پاکستان د سرحدي ملېشو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځ پرون سې شنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا یو ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي چې د بلوچستان ایالت په منځکۍ سیمه کې یوه سرحدي پوستهیې په نښه کړې وه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان په منظم ډول دغه موضوع د افغانستان له چارواکو سره راپورته کړې چې د دوی د پولې په خوا کې یو اغېزمن سرحدي مېکانیزم د دې لپاره مهم دی چې له پولې هاخوا د ترهګرو بریدونو مخه ونیول شي.
د افغانستان حکومت چارواکو د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نهدي ويلي.
پاکستان له دې مخکې په ۲۰۱۷ کال له افغانستان سره د ډیورند په کرښه د امنیتي موانعو جوړول پیل کړي و چې د کابل له سخت غبرګون سره مخ شوی و.