د نګورنو قرهباغ جلاغوښتونکې سیمې پوځي چارواکي وایي چې د امریکا په منځګړیتوب له ټینګ شوي اوربند سره سره د اذربایجان له ځواکونو سره په نښتو کې یې ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
د وژل شویو په هغه فهرست کې چې د پوځ د رسنیو څانګې پرون (دوشنبه) خپور کړی، د نګورنو قرهباغ د دفاعي ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال ډګروال ارټور سرکیسیان هم شامل دی.
په دې سره د سپټمبر له ۲۷مې راهیسې چې پر دې لانجمنې سیمې د اذربایجان او په سیمه کې د ارمني ټبرو چې د ارمنستان له ملاتړه برخهمن دي، جګړه پیل شوې، د نګورنو قرهباغ د ادارې د وژل شویو پوځیانو شمېر ۱۷۷ ته ورسېد.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پرون دوشنبه په یوه ټویټ کې وویل چې ځواکونو یې په سیمه کې اته نور کلي هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
دغهراز د اذربایجان دفاع وزارت بیا د هېواد دننه په تارتار سیمه کې د ارمني ځواکونو په ډزو کې د یو شمېر ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
په نګورنو قرهباغ کې چې نړیوالیې د اذربایجان د خاورې یوه برخه بولي، مېشت اکثریت ارمن ټبري واکمن دي چې د اذربایجان واکمني په رسمیت نهپېژني.