جلال اباد کې غالۍ اوبدونکو وویل، تولیداتو ته یې باید بازار موندنه وشي

جلال اباد کې غالۍ اوبدونکې وايي، غالۍ اوبدل یې د کډوالۍ پر مهال زده کړي وو

په داسې حال کې چې لا هم په ننګرهار کې ګڼې مېرمنې له ناچارۍ او بې کارۍ ځورېږي، د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست وایي، ۳ زرو میرمنو ته یې د غالۍ اوبدلو لارې چارې برابرې کړي دي.

د ننګرهار د کلیو او پراختیا رئیس امان الله میاخېل وایي، دغه پروګرام یې په جلال اباد ښار او پنځو ولسوالیو کې د کډوالو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه برابر کړی چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:"د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا برنامې له لارې هغو هېوادوالو لپاره چې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه راستانه شوي او د قالین اوبدلو برخه کې مهارت لري، زر کارګاوې او خام مواد ورکړل شوي، تراوسه ۴نیم زره متره مربع غالۍ اوبدل شوې چې له درکه یې په ټوله کې ۱۱میلیونه او ۲۰۰زره افغانۍ عواید ترې ترلاسه شوي دي."

د ننګرهار د کلیو او پراختیا رئیس وایي، ډېرو هغو مېرمنو د غالیو اوبدلو صنعت له لارې خپل کورنی اقتصاد پیاوړی کړی چې له دې وړاندې له اقتصادي ستونزو کړېدې.

په همدې حال کې مرسته شوې کورنۍ وایي، غالۍ اوبدل یې د کډوالۍ پر مهال زده کړي وو او اوس خوښې دي چې په خپل هېواد کې هم ورته د کارکولو زمینه برابره شوې.

عایشه چې یو کال کېږي له پاکستانه راستنه شوې او اوسمهال په کوردننه د قالین اوبدلو په برخه کې په کار بوخته ده، غواړي چې د دوی په لاس جوړو شویو تولیداتو ته دې بازار موندنه وشي.

نوموړې وايي:"پاکستان کې مو قالینې اوبدلې، کله چې هېواد ته راغلو، نوي وو او وضعیت مو ډېر خراب و، دلته د ریاست له لوري کارګاوې راکړل شوې،اوس مو کار ښه دی، یو متر کار په میاشت کې برابوو."

پلوشه بیا وایي، د قالین اوبدلو له لارې اوس کولی شي چې خپل کورني لګښتونه برابر او پر ځان او کورنۍ اقتصادي فشارونه راکم کړي:"ژوند کې مو ډېر بدلون راغلی، د میاشتې اته، نهه یا لس زره پورې افغانۍ راته پاتې کېږي، د کار زمینه مخکې نه وه، اوس هرڅه راته برابر دي."

بل خوا د قالین اوبدونکو د اتحادې غړی شاه زلمی وایي، د دوی قالینې په نورو هېوادونو کې ځانګړی نوم لري، خو د امکاناتو د نشتون له امله نه شي کولی چې خپلې قالینې دغو بازارنو ته واستوي.

ښاغلي زلمي زیاته کړه:"که داسې وشي چې زموږ کاریګر مستقیم له مارکېټ سره وصل شي، نو زموږ ورځ چلیږي، اوس موږ یواځې خپل مز اخلو، که زه خپل مال بل ته ورکړم نو زموږ مالونه یو ډول کمېږي، زموږ قالینې ډېر ارزښت لري."

د اقتصادي چارو پوهان وایي، په ملي او نړیواله کچه غالیو ته د بازار موندنه بله هغه لاره ده چې د غالیو اوبدونکو اقتصادي وضعیت لا پياوړی کولای شي.