هشت صبح: نوماند وزیران باید د ملت کور ته ولاړ شي نه د وکیلانو کورونو ته

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې، په بین‌الافغاني مذاکراتو کې ځنډ، د نوماند وزیرانو نامعلوم برخلیک او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تازه څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په افغانستان کې د نوماند وزیرانو نامعلوم برخلیک ته په اشارې لیکلي، نوماند وزیران باید د ملت کور ته ولاړ شي نه د وکیلانو کورونو ته.

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي د ولسي جرګې په غړو سختې نیوکې کړي او د راپورونو پر بنسټ‌یې لیکلي چې وکیلان د دې پر ځای چې د نوماندانو اسناد وڅېړي، د نوماند وزیرانو په مېلمستیاوو بوخت دي.

لیکوال لیکي، وړاندې تر دې ولسي جرګې پر حکومت نیوکې کولې چې کابینه وپېژني، خو اوس چې توپ د دوی په میدان کې دی، دا پروسه د خپلو شخصي موخو لپاره ورځ تر بلې ځنډوي.

د سرمقالې لیکوال ټینګار کړی چې د ولسي جرګې غړي او نوماند وزیران باید یوازې د ملت کور کې یو بل وویني نه دا چې په شاندارو مېلمستیاوو کې د یو بل کوربه واوسي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله کې بیا د افغانستان په اړه د جرمني شپيګل مجلې سره د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه تبصرې شوې دي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا په افغانستان کې د نوي حکومت یادونه کړې او له شپیګل سره‌یې خبرو کې ویلي چې پاکستان هیله لري چې د افغانستان نوی حکومت به اجازه نه‌ورکوي چې هند د دغه هېواد د خاورې له لارې پر پاکستان حملې وکړې.

د لیکوال په باور د عمران خان له لوري د نوي حکومت یادونه ټینګار پر دې دی چې پاکستان په لوی لاس غواړي طالبانو ته د واک واګۍ په لاس کې ورکړي.

لیکوال ټینګار کړی چې افغان حکومت باید د عمران خان دې څرګندونو په اړه غبرګونونه وښيي او دا خبرې بې‌ځوابه پرېنږدي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې بیا، په قطر کې د افغان سولې مذاکراتي پلاوو څخه غوښتي چې هېواد کې د روانې جګړې درولو ته لومړیتوب ورکړي.

لیکوال لیکلي، سره له دې چې دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو استازي په خبرو بوخت دي، خو افغانستان کې په ورځني ډول لسګونه افغانان وژل کېږي.

سرمقاله کې راغلي، کله مو چې د مذاکراتي پلاوو له غړو غوښتي چې دا نامشروع جګړه باید ژر تر ژره ودروي، هغوی دا دلیل وړاندې کوي چې ۴۰ کلنه جګړه په یوه ورځ کې نه حل کېږي، خو د لیکوال په باور دا دلایل باید نور څنډې ته کېښودل شي او په لنډه موده کې دواړه لوري په اوربند هوکړه وکړي.