'طالبانو په ارزګان کې له بې‌ځایه شويو سره د مرستې رسولو لارې ټرلي'

ارشیف

د ارزګان د والي ویاند وايي د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د لارو تړل کېدل د دې سبب شوي چې دوی په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې بې‌ځایه شویو کورنیو ته مرستې ونه‌شي رسولی.

احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، د وروستۍ اوونۍ په جګړو کې د دغو دوو ولسوالیو څه کم ۲،۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

هغه زیاته کړه: "دغو کورنیو ته مو مرسته چمتو کړې ده، خو له بده مرغه د مرکز او دغو ولسوالیو ترمنځ لارې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا تړل شوې دي، دا مرسته تر دغو کورنیو تر اوسه نه‌ده رسېدلې."

په ګېزاب او دهراوود کې جګړې له تېرې اوونۍ شدیدې شوي او وسله‌والو طالبانو د دغو ولسوالیو ځینې ساحې نیولې دي.

د ارزګان چارواکو پرون هم په دهراوود ولسوالۍ کې د ۲۲ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د والي ویاند وايي د دهراوود ځینې برخې بېرته له وسله‌والو طالبانو نیول شوې دي.