ترکیه کې ژغورونکي ډلې د نړیدلو ودانیو لاندې د زلزله ځپلو پر راایستلو بوخت دي

په دې زلزله کې چې یو شمېر ودانۍ یې ونړولۍ او په سمندرګي کې یې وړه څونامي هم رامنځ ته کړه.

د ژغورنې ډلې لا هم د ترکیې په ازمیر ښار کې چې زلزلې زیات ځپلي، له نړیدلو ودانیو څخه د کسانو په را ایستلو بوخت دي.

په ایجه سمندرګي کې د ریښتر په کچه ۶.۹ دې زلزلې د جمعې په ورځ ترکیه او د یونان د ساموس ټاپوګان ولړزول.

زلزله کې تر دې مهاله د مړو شمېر تر ۵۷ تنو اوښتي چې ډېر یې د ترکیې په ازمیر کې د ودانیو نړیدو مړه کړي دي.

د ژغورنې او لټون د عملیاتو په لړ کې نن دغلته یو – اویا کلن سړی د یوې نړیدلې ودانۍ له ماتو ګوډو ژوندی ایستل شوی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا ویلي، دې سړي هېڅکله هیلمندي له لاسه نه وه ورکړې. د دې سړي ژغورنې دغلته تر نړیدلو ودانیو لاندې د نورو بندو پاتې کسانو د ژغورنې لپاره هم هیلې زیاتې کړي.

د ترکیې رسنۍ وايي چې د دولتي او ځايي بنسټونو له خوا تر ۵۷۰۰ زیات کسان د ژغورنې د عملیاتو لپاره تنظیم شوي دي.

په دې زلزله کې چې یو شمېر ودانۍ یې ونړولۍ او په سمندرګي کې یې وړه څونامي هم رامنځ ته کړه، د ترکیې د بیړنیو چارو ادارې په وینا یوازې په دې هېواد کې یې لږ تږ لږه ۹۰۰ کسان ټپیان کړي دي.

۶.۹ دې زلزلې د جمعې په ورځ ترکیه او د یونان د ساموس ټاپوګان ولړزول.

د یونان چارواکو ویلي چې په ساموس ټاپو کې هم دې زلزلې لږ تر لږه دوه کسان وژلي دي.

د زلزلې ټکانونه د استانبول په شمول د ترکیې په لویدیځ او همدارنګه د یونان په پلازمېنه اتن کې هم احساس شوي وو.

د ترکیې مرستیال ولسمشر فوات اوکتی ویلي، ۲۶ هغه ودانۍ به په بشپړه توګه له منځه یوړل شي چې زلزلې ډیرې زیانمنې کړي دي.

نوموړې د زلزلو په اړه هغه عامه اصطلاح تکرار کړه چې:"زلزلې خلک نه وژني بلکې ودانۍ دي چې نړیدل یې د خلکو د مړینې سبب کیږي. "

په ترکیه کې زړه ودانۍ او یا هغه نوې ودانۍ چې په کم لګښت یا غیرې قانوني توګه جوړې شوي ډیر کله په زلزلو کې د پراخو زیانونو سبب کیږي.