مشرانو جرګه: امریکا دې د امنیتي تړون له مخې افغان دولت سره همکار پاتې شي 

عکس تئزیني بڼه لري، له افغانستان سره د امریکا امنیتي تړون

د افغانستان مشرانو جرګې د امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي چې د امنیتي او سټراټیژیک تړون پر بنسټ، د افغان دولت او خلکو سره همکار پاتې شي.

داسې مهال چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل پیل شوي، د افغانستان مشرانو جرګه له متحده ایالاتو غواړي چې په دې هېواد کې د تل‌پاتې ثبات لپاره د افغان دولت او خلکو سره همکار پاتې شي.

د مشرانو جرګې اعلامیه چې نن د یک‌شنبې په ورځ خپره شوه په کې راغلي: "د افغانستان سنا د یوه سټراټیژیک او د یوه نظامي تړون کوونکې په توګه له امریکا متحده ایالاتو غواړي، څو د کابل او واشنګټن ترمنځ د شویو سټراټيژیک او امنیتي تړون پر بنسټ، په دې هېواد کې د سولې راتلو او تل‌پاتې ثبات لپاره د افغانستان دولت او ملت سره یو ځای و اوسي. "

په دې اعلامیه کې دغه شان له افغان حکومته غوښتنه شوې چې د یوې فعالې ډیپلوماسۍ او د افغانستان او امریکا ترمنځ د شویو تړونونو د متن سره سم، له امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا د تل‌پاتې ملاتړ په برخه کې اقدام وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګه دا اعلامیه مهال ورکوي چې عملاً امریکايي عسکرو له افغانستانه وتل پیل کړي او د جمهور رئیس ټرمپ له قوله، تر راتلوونکې کرسمس(نوي میلادي کال) پورې باید، یو ډېر کم شمېر عسکر په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکايي عسکرو د وتلو سره سم، له افغانستانه د امریکايي عسکرو د نظامي تجهیزاتو لېږد او تر خوا یې، د مهمو نظامي مرکزونو تخریب بل بحث دی چې اوس‌مهال عملاً لیدل کېږي.

د افغانستان مشرانو جرګې په خپله اعلامیه کې دې ټکي هم اشاره کړې.

د دې جرګې دویم مرستیال محمد اکبر ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ د شویو تړونونو له مخې باید، امریکا خپل نظامي مرکزونه او نظامي تجهیزات د تخریب او لېږد پرځای افغان ځواکونو ته وسپاري.

دی زیاتوي: "هغه نظامي تأسیسات چې تاسې جوړ کړي، اوس چې بېرته ځئ باید خراب یې نهکړئ. همدا ډول هغه نظامي تجهیزات لکه ټانکونه، زرهې موټر او نور مهمات له ځان سره انتقال نهکړئ، بلکې د یوه متحده په توګه، د هغې تړون له مخې چې موږ سره یې لرئ، باید دا افغان ځواکونو ته وسپارئ."

خالد پښتون وايي،

یو شمېر کارپوهان چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او سټراټیژیک تړون یې لوستی، افغان لوري ته د دې وسایلو او تأسیساتو سپارل د شویو تړونونو یو اصل بولي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي مبصر خالد پښتون: "سله فیصده دا حق لري. هغه ډول چې دوی زموږ ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت ته نور تجهیزات ورکوي، دا نوع تأسیسات او تجهیزات هم د هغې برخه ده او تر هغه چې د امریکا ملي ګټو ته زیان نه وي، باید زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې وسپاري. "

مشرانو جرګې په دې برخه کې هم افغان حکومت ته سپارښتنه کړې چې له امریکايي چارواکو سره د دې موضوع اړوند خبرې وکړي او هغوی پر دې قانع کړي چې د وسایلو د تخریب او لېږد پر ځای دې دا وسایل افغان ځواکونو ته وسپارل شي او په دې برخه کې شته اندېښنې پای ته ورسېږي.

د راپورونو پر بنسټ امریکايي عسکر اوس‌‌مهال د هلمند، کندهار، پکتیا، ننګرهار او پروان کې له یو شمېر نظامي مرکزونو څخه وتلي، خو خپل یو شمېر مهم نظامي تأسیسات یې تخریب کړي دي.