ارزګان کې مظاهره‌کوونکي: دهراوود ولسوالۍ دې د طالبانو له ولکې ووځي

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسیدونکي وايي محاصره شوي پولیس باید راخوشې شي.

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن په ترینکوټ کې اعتراض وکړ.

دوی غوښتنه کوي چې دولت دې د دهراوود ولسوالۍ د طالبانو له محاصرې خلاصه کړي او محاصره سرتېري دې وژغوري.

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز چارواکي بیا وايي چې د دهراوود ولسوالۍ امنیه قومانداني او بازار یې چې څو ورځې وړاندې طالبانو نیولي وو، تصفیه کړي دي.