روسیه وایي، که د نګورنو قرهباغ پر سر د ارمنستان او اذربایجان جګړه، د ارمنستان خاورې ته ورسېږي، روسیه به ایروان ته "اړینه" مرسته برابره کړي.
دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې کړې او له دواړو خواوو غوښتل شوي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین نه وغوښتل چې د امنیتي مرستې په اړه بېړني بحثونه پیل کړي.
په بیان کې راغلي، پاشینیان پوتین ته په خپل لیک کې ویلي چې تاوتریخوالی د ارمنستان پولې ته نږدې شوی، په داسې حال کې چې ترکیه له اذربایجانه ملاتړ کوي.
ارمنستان او اذربایجان یوه ورځ مخکې هوکړه وکړه چې د ملکیانو د هدف ګرځولو مخه باید ونیسي او نور بېړني ګامونه هم پورته کړي.
تازه راپورونه وایي چې نن هم د داوړو لورو ترمنځ جګړه شوې ده.
دغه جګړه د سپټمبر په ۲۷مه ونښته او تر اوسه درې ځله اعلان شوی اوربند هم مات شوی دی.