'تېرو نږدې دوو میاشتو کې د طالبانو حملو کې ۲۶۱ ملکیان وژل شوي'

ارشیف، ننګرهار کې د یوې انتحاري حملې له امله ټپي شوی کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، تېرو نږدې دوو میاشتو کې ۲۶۱ ملکیان د طالبانو د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.

د وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغو د ده په ټکو "یرغلیزو" بریدونو کې له ۶۰۰ ډېر ولسي وګړي ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "طالبانو ۵۰ ورځو کې نږدې ۲،۰۰۰ یرغلیز بریدونه کړي دي، د دې بریدونو له کبله ۸۶۳ ملکیان وژل او ټپیان شوي دي، دغو ۵۰ ورځو کې څه باندې دوه زره طالب ترهګر هم وژل او ټپیان شوي دي."

په افغانستان کې جګړه د سولې له خبرو سره سره توده شوې، خو د تودېدو پړه‌یې دولت پر طالبانو او طالبان‌یې برعکس پر حکومتي ځواکونو اچوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل، د ملکیانو د وژلو عاملین د ده په ټکو امنیتي ځواکونه دي چې بېلابېلو ولایتونو کې عملیات کوي.

مجاهد وویل چې له هلمند او تخار وروسته تازه حکومت په فاریاب کې د دوی په ضد عملیات پيل کړي دي.