د ناټو ملکي استازی: د ښځو حقونه او ګډون سولې ته د رسېدو پیاوړې وسیله ده

ستېفانو پونتېکورو

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وایي، د ښځو حقونه او ګډون کوم غوراوی او د خبرو وړ څیز نه، بلکې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوه پیاوړې وسیله ده.

ستیفانو پونتېکورو دغه خبرې نن د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک د ۲۰مې کلیزې په مناسبت یوه وېډیویي پيغام کې کړې دي.

ده ویلي، ناټو داسې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوي چې ټولو ته‌یې ګټه ورسېږي.

ښاغلی پونتېکورو زیاتوي: "نن ښځې په امنیتي لیکو، مدني ټولنو، سیاست، ژورنالیزم، اقتصاد، سپورټ، ساینس او هنر په برخو کې فعالیت کوي، ټولنه کې د دوی ګډون د تل لپاره د افغانستان مخ بدل کړی دی، تلپاتې سوله باید د دوی د لاسته راوړنو پر بنسټ جوړه، د دوی حقونه خوندي او داسې چوکاټ رامنځته کړي چې ښځې د برابرۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکړي."

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو یوې ډلې هم کابل کې دغه ورځ لمانځلې او یو ځل بیا یې مېرمنو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی