'افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو بد چلند په اړه څېړنو پایله دې خپره شي'

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر استرالیايي ځواکونه

د بشري حقونو یو شمېر استرالیايي، افغان او نړیوالو ډلو د استرالیا له پوځ غوښتي چې په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د بد چلند د تورونو په اړه د څېړنو پایله خپره کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل، سیف دې چېلډرن او د افغانستان د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په شمول ۲۵ سازمانونو د استرالیا پوځي چارواکو ته په یوه لیک کې دا غوښتنه مطرح کړې ده.

دا پرانیستی لیک پرون جمعه د نړیوال عدالت لپاره د اسټرالیايي مرکز په وېب‌پاڼه خپور او په‌کې د استرالیا د دفاعي ځواکونو د سرمفتش مرستیال جنرال پاول بریرتون مخاطب شوی.

په دې لیک کې راغلي چې د استرالیا دفاعي ځواکونو سرمفتش څلور کاله وړاندې د هغو ادعاو څېړل پیل کړي چې له مخې یې ځیني استرالیايي پوځیان په ۵۵ قضیو کې په ناقانونه وژنو او له ملکیانو او بندیانو سره په ظالمانه چلند تورن شوي دي.

د بشري حقونو دغو مدافع ډلو ویلي له دې چې د استرالیا د سرمفتش څېړنې په بشپړېدو دي، نو باید پایلې یې له ټولو سره شریکې شي.

د استرالیا حکومت او د پوځ سرمفتش تر اوسه پورې د بشري حقونو د دغو ډلو د لیک په ځواب کې څه نه‌دي ویلي.