'اي‌ای‌ټي‌ای' نړیوال سازمان کې د افغانستان له بیا غړیتوب د اروپايي ټولنې هرکلی

د استخراجي صنایعو د روڼتیا نړیوال سازمان لوګو

اروپايي ټولنې د "استخراجي صنایعو د روڼتیا" (اي‌ای‌ټي‌ای) نړیوال سازمان کې د افغانستان له بیا ځلي غړیتوب هرکلی کړی دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې مشر استازي او سفیر، وون برنډت ویلي په دغه سازمان کې د افغانستان په غړیتوب باندې د لګېدلي ځنډ له لیرې کېدو هرکلی کوي او اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د کانونو په سکټور کې د حساب ورکونې او لا زیاتې رونټیا لپاره همکاري وکړي.

ښاغلي برنډت ویلي دا د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه ده. هغه په خپل ټویټر باندې جمعه دا هم لیکلي چې اروپايي ټولنه به د کانونو په سکټور کې د لا زیات شفافیت د راتلو او د حساب کتاب د ښه کېدو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر بیا دا ټینګار هم کړی چې خلک باید پوه شي د هېواد معدني شتمنۍ یې څنګه مدیریت کېږي.

د استخراجي صنایعو د رونټیا نړیوال سازمان شاوخوا ۵۰ غړي لري چې د کانونو د استخراج د قراردادونو او د استخراج ټولو اړوندو برخو کې د روڼتیا د تأمین لپاره کار کوي.

دغه سازمان ځکه د افغانستان غړیتوب ځنډولی و چې په خبره‌یې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کاله پورې افغان حکومت اړوند مقررات نه‌و رعایت کړي او هم‌یې د کانونو په برخه کې ښه مدیریت نه‌و کړی.

د اکټوبر په ۲۹مه د دغه سازمان مشرتابه پلاوي پرېکړه کړې چې افغانستان د شرایطو د پوره کولو لپاره لازمې هڅې کړي، نو ځکه‌یې د دغه هېواد د غړیتوب په سر لګېدلی ځنډ لیرې کړ.

د دغه سازمان لپاره د غړو هېوادونو روڼتیا، د اړوندو ادارو پوره ښکېلتیا او د کاني سرچینو د مدیریت له لارې د پایلو او اغېزو ترلاسه کېدل درې مهم او اساسي شرطونه دي.

د دغه سازمان د نړیوال سکرتریت عمومي مشر مارک روبینسون په یوه پيغام کې ویلي چې افغانستان د یادو شرطونو د تطبیق زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی روبینسون زیاتوي: "د «اي‌ای‌ټي‌ای» د پروسس د پایښت د یقیني کولو لپاره د اعتباردهۍ بیا کتل شوې تګلاره د معلوماتو په سیستماتیک شریکولو باندې ټینګار کوي. د افغانستان او موریتانیا په څېر هېوادونه د کمپنیو او حکومتي ادارو په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره زمینه برابروي. موږ یقین لرو چې نور به هم ژر دا لار تعقیب کړي."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د استخراجي صنایعو د رونټیا په نړیوال سازمان کې د غړیتوب بیا ترلاسه کول یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

عبدالقدیر مطفي

د دغه وزارت ویاند او سلاکار عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته وویل: "د استخراجي صنایعو د شفافیت نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب له ځنډ څخه وایستل شو. د شفافیت او حسابدهي په برخه کې د دغه سازمان شرایط او معیارونه ډېر مهم دي. د همدغو معیارونو په برخه کې افغانستان په دې وروستیو کې ښه پرمختګ کړی چې هغه د قراردادونو برخه ده، د جوازونو برخه ده او همدارنګه د پروسو د تسهیلاتو برخه ده چې موږ په ګډه د مدني ټولنو او خصوصي سکټور سره له نږدې کار وکړ څو په دې سکټور کې د شفافیت او حسابدهي برخې پیاوړې شي. د سازمان غړیتوب په نړیواله کچه یو اعتبار دی او دا به د افغانستان د استخراجي صنایعو سکټور د بهرنۍ پانګونې او د پانګه‌والو په تشویق کې ډېر مهم رول ولوبوي."

د افغانستان د کاني یا معدنی شتمنیو او طبیعي زېرمو ارزښت درې ټریلیون ډالره یا درې زره میلیارده ډالره ښودل شوی.

جګړې، نا امنۍ، په طبیعي زېرمو او کانونو باندې د سیمه‌ییزو زورواکانو او وسله‌والو مخالفینو ولکه هغه عوامل بلل شوي چې د افغانستان د کانونو ناقانونه استخراج ته‌یې زمینه برابره کړې او هم‌یې اداره له ننګونو سره مخ کړې.

افغانستان که څه هم له طبیعي زېرمو ډک او غني هېواد بلل کېږي، خو د اسیايي بانک د شمېرو له مخې دا وروستي څلور کاله نږدې ۵۵ فیصده افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.