کابل کې د فرانسې ولسمشر ضد لاریون: مکرون دې بخښنه وغواړي

په کابل کې د فرانسې ولسمشر پر وړاندې لاریون

د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکو د فرانسې د جمهور رئیس د هغه څرګندونو په خلاف چې دوی يې د اسلام د ستر پیغمبر سپکاوی ګڼي په غبرګون نن په کابل ښار کې مظاهره وکړه.

دلته د کابل ښار په مرکزي برخه کې یو شمېر کسان چې ښايي شمېر يې له دوه زرو ډېر وي د فرانسې د جمهور رئیس امانویل مکرون او د اروپايي اتحادې پرضد شعارونه ورکوي.

دوی د فرانسي ولسمشر اسلام ته په سپکاوي تورنوي.

دوی غوښتنه کوي چې باید ژر تر ژره د اسلام ستر پیغمبر محمد ته د منسوب کاریکاتور خپرېدل بند شي او ښاغلی مکرون باید له مسلمانانو بخښنه وغواړي.

دینې عالم او د مظاهرې یو تن ګډون وال مولوي عبدالسلام روحاني وايي د فرانسې دا کار د نړۍ د دوه میلیاردو مسلمانانو سره دښمني ده.

مولوی عبدالسلام عابد

هغه زیاته کړه: "څوک چې د بیان د ازادي نارې وهي او ځانونه د بشر د حقونو خوندي کوونکي بولي، د نړۍ دوه میلیارده مسلمانانو ته سپکاوی کوي، دوی دغه سپکاوی ازادۍ، انسانیت، او بشریت ته سپکاوی دی، موږ غواړو چې د دوی په وړاندې خپل غږ پورته کړو."

دی وايي د اسلام پیغمبر ته سپکاوی ښايي په نړۍ کې د ترهګرۍ د ودې لپاره زمینه برابره کړي.

سوسن سادات د دغه مظاهرې ګډون واله ده وايي هېڅوک باید د اسلامي مقدساتو سپکاوی ونه کړي.

هغه زیاته کړه: "دا زموږ پیغمبر ته بې احترامي ده، دا سپکاوی زموږ ارزښتونو ته سپکاوی دی، موږ دلته د اسلام د پیغمبر له پام حریمه د دفاع په هدف راوتلي یو."

مظاهره کوونکي له نړیوالې ټولني غواړي چې باید دینې مقدساتو ته سپکاوی د نړیوال جرم په توګه ومنل شي.

دا په داسې حال کې ده نن د افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د جمعې له لمانځه وروسته لمونځ کوونکو په لاریونونو لاس پورې کړی او د فرانسې پر ضد يې شعارونه ورکړي دي.

په وروستیو څو ورځو کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو هم د فرانسې پرضد مظاهرې شوي دي.

دغه مظاهرې په فرانسه کې د تاریخ د مضمون د یو ښوونکي له وژلو وروسته وشوې.

کابل کې لاریون کوونکي

د تاریخ مضمون دغه ښوونکي د اسلام پیغمر محمد (ص) ته منسوب د شارلي ابدو مجلې لانجمن کاریکاتور خپلو زده کوونکو ته ښوودلی وه.

چې وروسته د یو حمله کوونکي له لوري چې ( الله اکبر) نارې یې وهلې د پاریس ښار په شمال لویدیځه سیمه کې ووژل شو.

له هغه وروسته د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون دغه حمله ( اسلام‌پالو ترهګرو حمله) وبلله او ویې‌ویل چې (دغه ښوونکی د بیان د ازادۍ د تدریس له امله وژل شوی دی.

د تاریخ مضمون د دغه ښوونکي وژل په فرانسه کې وروستۍ وژنه نه‌وه، تېره ورځ یو کس د چاقو په وسیله د فرانسې په یوه کلیسا کې درې کسان ووژل.

د فرانسې جمهور رئیس له دغې حملې وروسته دا هم وویل چې زموږ هېواد یو ځل بیا د یو اسلام‌پاله ترهګر له لوري هدف وګرځېده،نن سهار مو درې نور هېوادوال ووژل شول، دا کاملا روښانه ده چې دا حمله په فرانسې شوې.

خو یو شمېر دیني عالمان چې د جمعې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې مظاهره وکړه وویل چې په فرانسوي وګړو حمله د غندنې وړ نه‌ده.

کابل کې د فرانسې ولسمشر په وړاندې لاریون

د افغانستان د مسلمانو ځوانانو د بنسټ مشر عبدالواحد همت د دې ترڅنګ چې د مسلمانانو پیغمبر ته سپکاوی غندي وایي چې په فرانسوي وګړو (حمله د غندنې وړ) نه‌ده.

هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې چې فرانسوي وګړي وژل شوي دي یو فردي عمل دی او د اسلامي امت استازولي نه کوي او موږ دا نه توجیه کوو، ځکه لامل یې د فرانسې حکومت دی."

په کابل کې د جمعې په ورځ لاریون د افغانستان د مسلمانو ځوانانو د بنسټ او جمعیت اصلاح له لوري برابر شوی وه.

د دغې مظاهرې تنظیموونکي وایي چې که فرانسه د اسلام ستر پیغمبر (ص) ته له سپکاوي لاس په سر نه شي د دوی مظاهرې به دوام پیدا کړي خو وایي چې په ( تاوتریخوالي) به وا نه وړي.