اذربایجان د هغو ۲۹ سرتېرو مړي چې په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ کې د جګړې په نتیجه کې وژل شوي وو، ارمنستان ته پرون وسپارل.
دواړو لوریو د دغو مړو د سپارل کېدو خبر تأیید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې باکو او یریوان یو او بل د هغه درېیم اوربند په ماتولو تورنوي، چې د واشنګټن په منځګړیتوب ورباندې موافقه شوې وه.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند وویل، یریوان یو وار بیا چمتو دی، چې د اذربایجان د سرتېرو مړي هغه هېواد ته تسلیم کړي.
تمه کېده چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د منسک ډلې دغه راز د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له استازو سره پرون په ژنیف کې وګوري، خو وروسته راپورونه راغلل چې دغه کتنه لږترلږه د یوې ورځې لپاره ځنډول شوې ده.
پر لانجمنه سیمه نګورنو قرهباغ د اذربایجان او ارمنستان جګړه د سپټمبر پر ۲۷مه، پیل شوه.