ټاکل شوې چې د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران نن په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د مېنسک ډلې په مشرۍ جوړېږي.
د امریکا متحده ایالات، فرانسه او روسیه په ګډه د مېنسک ډلې مشري کوي.
د نګورنو قرهباغ د بېلې شوې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په جګړه کې مرګژوبلې په زیاتېدو دي.
دواړه خواوې یو بل د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند په سرغړونې تورنوي.