'زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي'

ارشیف، زلمی خلیلزاد په قطر کې له یو شمېر طالب چارواکو سره د لیدو پر مهال.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.

د محمد نعیم په وینا په دې کتنه کې چې پرون ماښام په دوحه کې وشوه، دواړو خواوو د امریکا او طالبانو د موافقې د تطبیق، د طالبانو د نورو بندیانو د خلاصون، له تورو لېستونو د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د جګړې د زیاتېدو پر عواملو خبرې وشوې.

وسله‌والو طالبانو په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلې جګړې ته زور ورکړی دی.