امریکا یو افغان د برمته کولو د یوې پېښې په تړاو دغه هېواد ته وروستی

ارشیف

د امریکا د فدرالي ادارې چارواکو اعلان وکړ چې یو افغان‌یې متحده ایالاتو ته د ۲۰۰۸ کال د برمته کولو د یوې پېښې په تړاو راوستی دی.

حاجي نجیب‌الله پرون په نیویارک کې محکمې ته وړاندې شو. پر ده تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نیویارک ټایمز خبریال ډېوېډ راډ او افغان خبریال طاهر لودین له یوه موټر چلوونکي سره په افغانستان کې برمته کړي وو.

د فدرالي ادارې چارواکو وویل چې ۴۲ کلن نجیب‌الله یې چې د افغانستان تابعیت لري له اوکراین څخه امریکا ته بیولی دی.

دا دوه خبریالان وروسته له اوو میاشتو د پاکستان د قبایلو له یوې سیمې وتښتېدل. دوی په افغانستان کې نیول شوي وو بیا یې په زوره پاکستان ته لېږدولي وو او د دوی موټر چلوونکی د دې پېښې قرباني شو.