د کندز مسګران: لرغونی مسګري صنعت مخ په ورکېدو دی

ارشیف

په کندز ښار کې مسګران وايي، په دې ولایت کې دا لرغونی صنعت مخ په ورکېدو دی.

په دې ولایت کې د مسګرۍ یا مسي لوښو د جوړولو کاروبار دلته اوږده مخینه لري، خو د دې ولایت یو مسګر غلام حسین په وینا له هغې ورځې چې ښيښه يي، پلاستیکي او فلزي لوښي عام شوي، د مسي لوښو بازار کم شوی او ورسره دلته د مسګرۍ صنعت هم په ختمېدو دی.

غلام حسین وايي، د مسګرۍ په کار کې ورته پخوانۍ ګټه او خوند نه شته، خو دا چې دا کسب ورته له پلار نېکه په میراث پاتې دی نو ځکه دوام ورکوي.

خو خلک ولې مسي لوښې نه اخلي؟

د امام صاحب د ولسوالۍ اوسېدونکی صدیق الله وايي، مسي لوښي په لاس جوړېږي او په بازار کې په عصري فابریکه يي بڼه د جوړو شویو لوښو څخه یې بیه لوړه ده.

د کندز د سوادګرۍ او صنعت ریاست چارواکي بیا په هېواد کې د ازاد بازار موجودیت د مسي لوښو په څېر د دودیزو صنعتونو او ځینو کورنیو تولیداتو پر وړاندې ننګونه بولي.

د دې ادارې رئیس غلام علي عیدي زاده کندز کې د مسګرو د اندېښنو په اړه وویل: "د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مسګرانو سره خپله همکارې اعلان کړې، موږ له مسګرانو سره له نږدې اړیکې او همکارې لرو او ستونزو ته توجه کوو، انشاءالله د مسګرۍ صنعت د ژوندې پاتې کېدو لپاره خپلې هڅې کوو."

مسګرۍ د افغانستان پخوانی صنعت دی او تېرو کلونو کې په کورنو کې کارېدونکي ډېر لوښې له مسو جوړېدل او بازار یې تود و، خو اوس چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په معاصرو فابریکو کې جوړ شوي رنګارنګ فلزي، ښیښه یي او پلاستیکي لوښي افغانستان ته را واردېږي، او بیې یې هم ارزانه دي.