افغان حکومت او یوناما د روان تاوتریخوالي پر پای ټینګار وکړ

د عکس ښي لور ته د دیبورا لیونز او چپ لور ته امرالله صالح

د دیبورا لیونز او امر الله صالح په پرونۍ کتنه کې موافقه وشوه، چې په روانه شخړه کې د هر افغان وژل کېدل یا ټپي کېدل یوه بشري غمیزه ده او تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي.

د یوناما په نهه میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو راغلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال همدې مودې پر تله د ملکیانو مرګ ژوبله ۳۰ سلنه کمه شوې ده.

یوناما په خپل دغه راپور کې لیکلي، چې په همدې موده کې ۲۱۱۷ افغانان وژل شوي او ۳۷۲۲ نور ټپیان شوي دي.