ارمنستان او اذربایجان یو ځل بیا یو بل له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان په ټویټر کې لیکلي دي چې د نګورنو قره باغ په سیمه کې د اذربایجان د ډزو پرمهال یو شمېر ملکیان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.
بل لور ته د اذربایجان دفاع وزارت نن ادعا وکړه چې ارمنستان له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره باغ په سیمه کې له یوې میاشتې راهیسې جګړه پیل شوې ده، تر اوسه درې ځله د دوی ترمنځ اوربند شوی دی او هرځل مات شوی دی.
وروستی اوربند د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په منځګړیتوب وشو.