امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

په نویو لګول شویو بندیزونو کې د ایران د تېلو وزارت، د ایران د تېلو ملي شرکت او د ایران د ټانکرونو ملي شرکت راځي.

د امریکا متحدو ایالتونو پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي.

د بندیزونو په دې نوې لړۍ کې چې له تهران سره د سترو ځواکونو له اټومي تړون نه د واشنګټن تر وتلو وروسته څه باندې دوو کلونو کې پرله پسې لګېدلي، د ایران هغه شرکتونه، موسسې او څېرې په نښه شوي چې ددغه هېواد په تېلي ډګر کې فعال دي.

د امریکا د خزانې وزارت وایي، نوي بندیزونه د قدس ځواک چې د انقلاب ساتونکي ګارډ بهرنۍ پوځي او استخباراتي ځانګه ده، لګول کېږي.

د خزانې وزیر سټیون مْنوچین په یوه وینا کې ویلي چې د ایران رژیم د خپلو تېلو عواید د انقلاب ساتونکي ځواک پر قُدس څانګې لګوي چې ناکراریو ته لمن ووهي.

د هغه په وینا، د ایران رژیم لا هم د بهرنیو ترهګرو ډلو او خپل اټومي پروګرام ملاتړ د ایران تر ولس غوره بولي.

په نویو لګول شویو بندیزونو کې د ایران د تېلو وزارت، د ایران د تېلو ملي شرکت او د ایران د ټانکرونو ملي شرکت راځي.

د بندیزونو له مخې په امریکا کې د دغو شرکتونو هر ډول شتمنۍ کنګلېږي او له هغو سره د امریکایانو هر ډول معامله بندېږي.

له دې سره جوخت په دغو اقداماتو کې د ایران پر ملي ټانکري شرکت او ملي پتروکیمایي شرکت د ترهګرۍ ضد برخې بندیزونه هم راځي چې مخکې د واشنګټن له خوا د جلا واکونو له مخې تور لست ته اچول شوي وو.

د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا له هغه وروسته مخ په ډېرېدو شوه چې ولسمشر له هغه هېواد سره له اټومي تړون نه چې ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړی و، په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول ووت.

ډونالډ ټرمپ

له هغه راهیسې امریکا پر ایران بندیزونه چې د دغه تړون له مخې پاسته شوي وو له سره ولګول او یو شمېر نور یې پرې ورزیات کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وایي، دا بندیزونه د هغو اعظمي فشارونو برخه ده چې موخه یې له ایراني رژیم نه د دې وړتیا اخیستل دي چې نور خپل ګاونډیان ونه ګواښي او منځنی ختیځ څپ څپانده نه کړي.

ښاغلي پومپیو په یوه وینا کې یادونه کړې چې «د ایران د اومو تېلو څو محدود پاتې پېرونکي باید په دې وپوهېږي چې هغوی په ټول منځني ختیځ کې د ایران له ناوړو هڅو سره چې ترهګري هم په کې راځي، مرسته کوي».

دا بندیزونه د امریکا له دې ادعاوو سره هم مهال لګېدلي چې وایي تهران د دغه هېواد د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې هلې ځلې کوي.

ایران دغه تورونه بې بنسټه بللي دي.