'ټرمپ یا بایډن به له ټاکنو وروسته د سولې خبرو دوام ته لېوالتیا وښیي؟'

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې روانو خبرو اترو او د امریکا هوايي بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د طالبانو په ساحه کې د القاعده د مهم غړي المصري وژل کېدو ته په اشارې لیکلي چې د طالبانو په ساحه کې د القاعده د دغه مهم کس وژل کېدو، سختې پوښتنې راولاړې کړې دي.

ورځپاڼې هم دا مسئله ټکان ورکوونکې بللې او د سولې په پروسه کې يې د طالبانو رښتينولي تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې اوس دې نو له طالبانو کلکه پوښتنه وشي چې ولې يې تر اوسه له ترهګرۍ او القاعده سره اړيکې نه‌دي پرې کړي؟

ځکه د هېواد ورځپاڼې په وینا، المصري د القاعده شبکې دوهم مهم کس دی او د لیکوال په باور، له طالبانو سره د هغه ملګرتيا او يا هم هغه ته د طالبانو له‌خوا د فعاليتونو لپاره زمينې برابرول، د سترې اندېښنې وړ خبره ده.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې لیکلي چې د سولې خبرې هم د دغو ټاکنو تر سیوري لاندې راغلې دي.

دغې ورځپاڼې د یو شمېر پټو سرچېنو له قوله لیکلي چې د سولې په خبرو اترو کې روان بن بست د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په خاطر رامنځته شوی او طالبان د خپلو سیمه‌ییزو ملاتړو په مشوره په تمه دي چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې روښانه شي او وروسته به د سولې خبرو په اړه پرېکړه کوي.

هشت صبح ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ایا ټرمپ یا بایډن به له ټاکنو وروسته د سولې خبرو دوام ته لېوالتیا وښیي؟

د لیکوال په باور ښاغلي ټرمپ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو لپاره دا پروسه تېزه کړه او په وینا یې فکر نه‌کېږي چې دا تر ټاکنو وروسته په ورته جدیت پر مخ لاړه شي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د امریکا هوايي بریدونو او په دې اړه غبرګونونو او پایلو په تړاو لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې په هلمند، غزني او ځینو نورو سیمو کې هوایي بریدونو ته په اشارې لیکلي چې د بریدونو لویه برخه قربانیان بیا هم ملکي وګړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، که څه هم امریکا دا د طالبانو په وړاندې بریدونه ګڼي، خو طالبان یوازې دا چاره د دوحې له هوکړې سرغړونه ګڼي، خو په باور یې که دوام وکړي ښايي طالبان هم د دوحې هوکړه په عملي ډول نقض کړي چې په دې سره به د اوسنۍ سولې بنسټ ولړزېږي.

لیکوال ټينګار کړی، که څه هم نه امریکا او نه هم طالبان اوس دا غواړي چې د دوحې هوکړه له ستونزو سره مخ شي، خو که د هوايي بریدونو مسئله همداسې دوام وکړي او یا تر دې زیاته شي، نو د دې شونتیا شته چې د دوحې هوکړې ته زیان ورسېږي.