'د تېر کال په پرتله د عوایدو راټولولو کې ۱۲ سلنه کمښت راغلی'

مالیې وزارت

د افغانستان د مالیې وزارت له لوري د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۳۵ میلیارده ۵۶۸ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي چې دا د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه کمښت ښیي.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې له دې جملې ۵۹ میلیارده ۲۱۴ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو، ۱۰ میلیارده ۴۴۱ میلیونه له مستوفیتونو، ۲۰ میلیارده او ۴۵۹ میلیونه غیر مالیاتي عوایدو ، ۱۸ میلیارده ۱۱ له لویو مالیه ورکوونکو له برخې ۱۱ میلیارده ۳۸۱میلیونه له منځنیو مالیه ورکوونکو، ۲۴۵۷ میلیونه له کوچنیو مالیه ورکوونکو برخې څخه او ۱۲ میلیارده او ۷ سوه میلیونه افغانۍ له نورو برخو راټولې شوي دي.

دغه وزارت وايي،د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی قرنطین سبب شو چې عواید راکم شي.

نوموړي وویل، چې تېر کال۱۵۵ عشاریه ۴ میلیارده افغانۍ راټول شوي وو.

دغه وزارت همداشان وايي، د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د لړم میاشتې تر ۳ مې نېټې پورې ۸۹ میلیارده ۱۸۸میلیونه افغانۍ (۵۴٪) پراختیایې بودیجه او ۲۰۹ میلیارده ۱۴۳ میلیونه افغانۍ (۶۸٪) عادي بودیجه لګول شوی ده.

نوموړي وویل، چې په ټوله کې دا د ملي بودیجې ۲۹۸ میلیارده ۳۳۱ میلیونه افغانۍ (۶۳٪) جوړوي.

د افغانستان د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ وه چې ۲۸۹ یې عادي او ۱۳۹ میلیارده‌ یې پراختیايي بودیجه ده.