دفاع وزارت: ارزګان کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان نقشه

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې یې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژلي او ۱۴ تنه یې ژوبل کړي دي.

د وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، طالبانو دغلته د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې ځوابي ډزو کې دا مرګ‌ژوبله ور واوښته.

وزارت ادعا کوي چې له طالبانو نه د جګړې په ډګر کې ۱۱ میله وسلې هم پاته دي.

طالبانو تراوسه د افغان چارواکو د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ارزګان له مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ شااوخوا سیمو نه وروستیو کې د ناامنیو راپورونه ډېر خپریږي.