د هلمند والي: د نويو ځواکونو په مرسته به سیمې له طالبانو تصفیه شي

افغان ځواکونه

د هلمند والي وايي چې دې ولایت ته د استول شویو نویو ځواکونو په مرسته به د مرکز لښکرګاه سیمې له طالبانو تصفیه شي.

د هلمند والي جنرال محمدیاسین پرون پر خپله فیس‌بوک پاڼه خبر ورکړ چې له مرکز څخه ځانګړي ځواکونه د لومړي پړاو عملیاتو لپاره لښکرګاه ته ورسېدل.

ښاغلي یاسین تېرماښام ازادۍ راډیو ته وویل چې مرستندوی ځواکونه به په هغو سیمو کې عملیات وکړي چې مخکې یې تکتیکي په شاتګ ترې کړی و.

طالبانو دوه اوونۍ مخکې د لښکرګاه څلورمه ناحیه ونیوله او پر نورو سیمو یې هم حملې وکړې. جنرال یاسین وايي چې د نويو ځواکونو عملیات به له لښکرګاه څخه د بېلابېلو سیمو پر لور پیل شي.

یاسین زیاته کړه: "په درېیو-څلور استقامتونو کې به عملیات پیلېږي. هغه ساحې چې دښمن په کې ماینونه ایښي یا پلونه وران شوي، دا به پاکوي او ترمیموي به‌یې."

د هلمند والي زیاتوي چې د دې عملیاتو په نتیجه کې به، خپلو مېنو ته د بې‌ځایه شویو کورنیو د راستنېدو امکان هم برابر شي.