کابل کې د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د ضبط پروسه پیلېږي

د کابل ښار یوه څنډه

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د لیندۍ یا قوس له ۲۷مې پولیس د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د ضبط پروسه پیلوي.

د دغه دفتر د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د دغو موټرو د ثبت او محصول پروسه له راروانې شنبې پیل او د لیندۍ تر ۲۷مې دوام کوي.

هغه زیاته کړه: "که چېرې له دې نېټې وروسته بې اسناده موټر د کابل پر سړکونو یا ولایتونو کې لیدل کېږي، نو د پولیسو له خوا نیول کېږي او ستاسو موټر به پولیسو ته د ګزمو لپاره ورکول کېږي یا به په لیرې پرتو سیمو کې ترې پولیس استفاده کوي."

په کابل کې د امنیتي پېښو تر زیاتېدو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امر اله صالح په خپله د څو اوونیو لپاره د کابل د امنیتي چارو مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

تر دې مخکې شکایتونه وو، چې په بېلابېلو جنايي پېښو کې له بې اسناده موټرو کار اخیستل کېږي.