د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د ملي امنیت لهخوا د القاعده د یوه مهم غړي وژل کېدل، له القاعده تروریستي ډلې سره د طالبانو اړیکې ښيي.
مسعود اندرابي پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ لا هم اړیکې شته، خو طالبان په دې اړه بېلابېلو اړخونو ته درواغ وايي.
کشته شدن یکی از اعضای کلیدی و مهم القاعده توسط ریاست امنیت ملی، بیانگر رابطه نزدیک طالبان با گروه های تروریستی در افغانستان و فعالیت و اقدامات تروریستی مشترک آنان در برابر حکومت و مردم افغانستان است. این رابطه همچنان پابرجاست و طالبان به طرف های مختلف در این مورد دروغ می گویند.
— Masoud Andarabi (@andarabi) October 24, 2020
د ملي امنیت عمومي ریاست پرون په غزني کې د ابو محسن المصري د وژلو خبر ورکړ.
المصري جې په القاعده شبکه کې دویم ځای لري او د امریکايي اتباعو د وژلو لپاره د دسیسو په جوړولو کې د لاس لرلو په خاطر د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې د مطلوبو کسانو په لیست کې شامل دی.
د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې ویلي چې دغه کس په خټه مصری دی او یوه موده په حسن ابو روف مشهور و.