'غور کې تر۱۰۰۰کیلوګرامو زیات بېلابېل نشه يي توکي سوځول شوي'

ارشیف

په غور ولایت کې تر ۱۰۰۰کیلوګرامو زیات بېلابېل نشه يي توکي وسوځول شول.

د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي دغه مواد له ۱۳۹۷لمریز کال راهیسې د غور په بېلابېلو ساحو کې نیول شوي وو.

د غور ولایت امنیه قوماندان وحید اله نظامي نن رسنیو ته وویل: "له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۳۹۹ لمریز کاله پورې تر زرو کیلوګرامو زیات مخدره مواد نیول شوي وو، چې نن مو وسوځول او عاملان یې په زندان کې دي."

امنیه قوماندان ونه ویل چې د دغو نشه یي توکو په تړاو دقیقاً څو کسان نیول شوي دي.