مسافر: د کندز–تخار لویه لاره د جګړو له امله تړل شوې

د کندز او تخار لار

د کندز–تخار په لویه لاره تلونکې مسافر وايي، دا لاره له درېیو ورځو راهیسې د طالبانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ اړوند د نو آباد په سیمې کې له درې ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه جریان لري او له امله یې د کندز-تخار لویه لاره د خلکو د تګ را تګ پرمخ تړل شوي ده.

د خان اباد اوسېدونکی میرویس احمدزی وايي، د دغې لويي لارې تړل کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: "کندز-تخار لاره د طالبانو د جګړو له کبله تړل شوي ده، اوسمهال مسافر پر دې لارې تګ را تګ نه شي کولی، دولت هر وخت د یو لنډ وخت لپاره دغه لاره خلاصوي او بیا بېرته د طالبانو له خوا بندېږې، موږ له دولت نه غواړو چې د دغې لاره د امنیت ټینګښت په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

دوه میاشتې وړاندې د کندز-تخار د لویي لارې په اوږدو کې د افغان ځواکونو څو پوستې طالبانو ونیولي او له هماغه وخت راهېسې دا لاره په بشپړه توګه د طالبانو تر واک لاندې ده.

د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دغې عمومي لارې تړل کېدو دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

نصیر احمد له څو کلونو راهیسې د کندز–تخار پر لویه را ټکسې موټر چلوي.

دی وویل: "زموږ کار او بار هم خراب شوی دی، اوس په دوه ورځو کې یوځل نوبت هم نه راسېږې، ځکه سورلۍ هم نه شته ده، په لويي لارې کې جګړه ده، اوس موږ د علي اباد–خان اباد پر لارې تګ را تګ کوو، لاره بیخې اوږده شوي ده او لاره ډېره خرابه ده."

سیدالرحمان په بدخشان ولایت کې د خوراکی توکیو دکان لري.

نوموړې کندز ته په سودا اخیستلو پسې راغلی.

نوموړي زیاته کړه: "د کندز-تخار لویه لاري د مسافرو پرمخ تړل شوي ده، دولت تر اوسه پورې یو اقدام نه‌دی کړي، چې دغه لویه لارې د طالبانو له وجود څخه پاکه کړي او دې مسئلې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي."

د کندز سیمه‌ییز چارواکي پر دې لاره شته ستونزې او د طالبانو فعالیتونه مني او وايي، د دې لارې په اوږدو کې پراخ تصفیوي عملیات پیلوي.

عصمت الله مرادي

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادی له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل: "د کندز د لویو لارو د امنیت د ټینګښت په خاطر خاص پلانونه په پام کې نيول شوي دي، نه یوازې د لویو لارې بلکې په ولسوالیو کې چې هم کوم ګواښونه دي د هغې لپاره تازه دمي کمانډو ځواکونه کندز ته رارسېدلي دي، د خاصو عملیاتو په نظر کي نیول سره دوی به خپل پوځي پلانونه مخته وړي."

د کندز تخار پر لویه لارې د طالبانو د واک پراختیا نوې نه‌ده، بلکې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د کندز-تخار د لوی لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کېږي او دې مسئلې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.