'د ارزګان په دهراود کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي'

ارشیف

د ارزګان ولایت د والي ویاند وايي، په دهراود ولسوالۍ کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

احمد شاه ساحل نن ازادۍ را‌ډيوته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هوايي بریدونو او مخامخ جګړو کې ۱۹ نور طالبان ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان دي، دغه راز تېره شپه پر درېیو بجو جګړه شوې چې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۶ نور وسله وال طالبان د دوی د یوه قوماندان په ګډون وژل شوي دي."

د ارزګان د والي ویاند وايي په دې موده کې د مخامخ جګړې پر مهال څلور سرتېري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه رسماً کومه تبصره نه ده کړې.