مسیر: پاکستان ته د افغان چارواکو سفرونه به څه پایله ولري؟

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د کابل وروستي برید او تاوتریخوالي زیاتېدو باندې لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې یو ښوونیز مرکز ته څېرمه برید ته په اشارې لیکلي، دا لومړی ځل نه‌دی چې د کابل په لوېدیځ کې داسې خونړی برید کېږي، بلکې په خبره‌یې تر دې وړاندې هم جوماتونه او روزنیز مرکزونه هدف ګرځېدلي دي.

دغې ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د حملې قربانیان هغه زده‌کوونکي دي چې د کانکور ازموینې د امادګۍ لپاره تلل.

ورځپاڼې له طالبانو سره د مذاکره کوونکي پلاوي د یوه غړي محمد امین احمدي په حواله دا حمله ټکان ورکوونکې او د جنایت تکرار بللې ده لیکلي چې د دا ډول خونړیو بریدونو مسؤل داعش ډله ده.

ورځپاڼې لیکلي چې په وروستیو څو کلونو کې د کابل په لوېدیځ کې دا ډول نورې خونړۍ پېښې هم شوي چې تر ډېره په‌کې ملکیان په نښه شوي دي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې هم په هېواد کې د تاوتریخوالي او خونړيو برېدونو زیاتېدو په تړاو لیکلي چې په قطر کې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو سره هم‌مهاله په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ورځپاڼې د بخښنې نړیوال سازمان راپور ته په اشارې لیکلي چې په وروستیو څو اوونیو کې لږترلږه ۵۰ ملیکان په افغانستان کې وژل شوي دي.

وړاندې راغلي چې نړیواله ټولنه باید د ملکي افغانانو د خوندیتوب لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي او نړیوالو منل شویو بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د افغان چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې پوښتنه کړې چې د دغو سفرونو اصلي موخه څه ده او څه پایلې به ولري؟

د سرمقاله لیکونکي په باور چې امریکا د سولې روانه پروسه د پاکستان په مرسته او خوښه روانه کړې ده او تر ډېره پاکستان پر دې پروسه خوشحاله دی او داسې ښکاري چې له دې امله له امریکا سره په ژوره معامله کې ښکېل دی.

خو د ورځپاڼې په وینا چې هند بیا له روانې سولې ناراضه دی، فکر کوي چې طالبان واکمنېږي او په افغانستان کې د پاکستان رول زیاتېږي.

مسیر همدارنګه د هند اندېښنو په اړه لیکلي، هند فکر کوي چې که په افغانستان کې هغه جګړه ودرېږي چې پاکستان په‌کې دخیل دی، نو پاکستان به پیاوړی شي او بیا به پاکستان د افغانستان پر ځای پر کشمیر او هند تمرکز کوي.

ورځپاڼې ادعا کړې چې هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې خپل متحدین او یا لاسپوڅي لري او غواړي چې د خپلو لاسپوڅو پر مټ په افغانستان کې خپلې موخې تعقیب کړي.