ټرمپ له وخته مخکې رأی ورکونه کې رایه صندوق ته واچوله

ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ولسمشریزو ټاکنو له وخته مخکې رأی ورکونه کې خپله رایه صندوق ته واچوله.

ټرمپ د فلوریدا په یوه کتابتون کې چې د رأی اچونې د مرکز په توګه ترې استفاده کېږي ویلي، "ما د ټرمپ په نوم یوه کس ته رایه ورکړه."

ډونالد ټرمپ پخوا خپل پلرني ټاټوبي نیویارک کې رایه ورکوله، خو تېر کال‌یې د اوسېدو ځای فلوریدا ته بدل کړ.

اوس‌مهال شااوخوا ۵۵ میلیونه امریکایان له وخته مخکې رایه اچونه کې برخه اخلي.

ټرمپ د رأی اچونې پر مهال ماسک تړلی و، خو کله چې خبریالانو ته نږدې شو، ماسک‌یې لیرې کړ.

د رأی ورکونې له مرکزه بهر د ټرمپ یو شمېر پلویان راټول شوي و او د بیرغونو په ښورولو سره‌یې دا شعار ورکاوه چې "د څلورو نورو کلونو لپاره" ټرمپ د ولسمشر په توګه غواړي.