قرغزستان کې تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي

ارشیف

د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون وايي ټاکل شوې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنې د راروانې جنورۍ میاشتې پر لسمه وشي.

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه په پلازمېنه بشکېک کې د دوی په یوه بېړنۍ غونډه کې شوې ده.

د ولسمشرۍ تر وخت مخکې د ټاکنو خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې په قرغزستان کې د څو اوونیو د ناکراریو په نتیجه کې حکومت نسکور او ولسمشر سورونبای جینبیکوف استعفی ته اړ شو.

دا ناکرارۍ او مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، د اکتوبر د څلورمې په پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو ادعا وشوه.