د ننګرهار لسګونو حق الزحمه ښوونکو لاریون وکړ

ننګرهار کې د لاریون کوونکو یو انځور

د ننګرهار لسګونو حق الزحمه ښوونکو نن په جلال اباد کې یو سوله ییز لاریون وکړ.

دوی پر مسئولینو تور پورې کړ چې ګوندې فساد ته لاره هواروي او پر رسمي بستونو د ګمارنې لپاره بیا ځلي ازموینې ورکولو ته اړایستل کېږي.

دوی وایي، درې کاله یې په ښوونیز ډګر کې خدمتونه ترسره کړي، خو په خبره یې، اوس چې د رسمي ښوونکو په توګه باید وګمارل شي، د دوی پرځای نوي ښوونکي جذبول کېږي.

یو تن لاریون کوونکي وویل: "نوم مې همایون حضرتي دی، دوی فقط دا غواړي چې ۱۵سوه ډالر وکړې نو رسمي کوي مو، مونږ هېڅ نه لرو، مونږ سره پیسې نشته، مونږ د دې هېواد د بچیانو لپاره شپه او ورځ یوه کړې، مونږ نتایج هم د خپل جیب په مصرف جوړ کړي، ولې دا خدمت نه دی؟ خو زمونږ خبرې څوک نه اوري."

خو د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وایي، دوی په دې هڅه کې دي چې دغه ښوونکي په رسمي بستونو وګماري خو په خبره یې، اداري اصلاحاتو کمېسیون نه یې دغه غوښتنه کړې خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

اخوا د ننګرهار د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر هجرت الله اختیار وایي، له قراردادي ښوونکو ازموینه د پوهنې ریاست په چوکاټ کې اخیستل شوې او دوی په جریان کې شوي نه دي.

دی زیاتوي، د ښوونکو د رسمي کېدو لپاره باید بستونه لومړی اعلان او بیا د ازموینې له لارې وړ ښوونکي رسمي مقرر شي.

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې ۱۱ سوه قراردادي ښوونکي دي چې له تېرو درې کالو راهیسې په مختلفو ښوونځیو کې په تدریس بوخت دي.