'د دولت له ادرسه پرته سیمې ته د سیاسیونو سفرونه سولې بهیر ته زیان رسوي'

ګلبدین حکمتیار د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال

په قطر کې د افغانستان د سولې د خبرو له تېزېدو سره، د سیمې یو شمېر هیوادونو ته د افغان سیاستوالو او دولتي چارواکو سفرونه ډېر شوي دي.

په تازه ورځو کې د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني پاکستان او د حزب جمعیت اسلامي اجراییه رییس عطامحمد نور هند ته تللی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې د رییس میر رحمن رحماني په مشرۍ د ملي شورا یو پلاوی د څلور ورځني سفر لپاره پاکستان ته تللی دی.

ویل کېږي چې دغه سفر د پاکستان د رسمي بلنې له مخې شوی او دبحث اصلي موضوع به یې د افغانستان سوله وي.

سربېره پر دې د جمعیت اسلامي افغانستان د ګوند اجراییه رییس عطامحمد نور اوس په هند کې دی.

عطا محمد نور

ښاغلي نور د هند د بهرنیو چارو او په بهرنیو چارو کې د هغه هېواد د دولت د وزیر په ګډون، له یو شمېر دولتي چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

همدا شان څو ورځې مخکې د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته سفر درلود چې د هغه هېواد له ځینو لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

راپورونه وايي، حکمتیار له پاکستاني چارواکو سره د لیدو پر مهال د افغانستان د سولې پر بهیر انتقادونه هم کړي دي.

ښاغلي حکمتیار انتقاد کړی چې د سولې په خبرو کې سیاسي ګوندونو ته برخه نه ده ورکړل شوې او ویلي یې دي چې افغان حکومت د جګړې د دوام غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دغو سفرونو مخکې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان او هند ته سفرونه کړی او په پام کې ده چې د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم لاړشي.

عبدالله عبدالله د هند د بهرنیو چارو وزیر سره د لیدنې پرمهال

ښاغلي عبدالله په دغو سفرونو کې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان پر سولې خبرې کړي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي، د سیاسي مشرانو سفرونه باید د افغانستان د رسمي نظام تر چتر لاندې ترسره شي.

تمیم عاصي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د دولت له ادرسه پرته د سیاسیونو دا شان بېلابېل سفرونه د دې هېواد د سولې ډیپلوماسۍ ته زیان رسوي.

تمیم عاصي

هغه زیاتوي: "دا د دې لامل کيږي چې د نظام دریځ ته زیان ورسيږي او په خواشينۍ سره د افغانستان د سولې پر ډيپلوماسۍ به ګوزار وي، داشان سفرونه ځانګړې نتیجه نه لري، یوازې تشریفات او څو ورځنې سفرونه به وي."

د ښاغلي عاصي په باور دا ډول سفرونه له دولتونو سره د ډلو اړیکې ټینګوي حال دا چې د سیمې هېوادونه باید دولت په دولت اړیکې ټینګې او د افغانستان د سولې د پالیسۍ ملاتړ وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي عارف نورزي ازادي رادیو ته وویل، د سیمې هېوادونو ته د سیاسیونو سفرونه باید د افغانستان د دولت په مشوره او همغږۍ ترسره شي.

نوموړي زیاته کړه: "سیاسیون او دولت دواړه مکلف دي چې سره مشوره وکړي، سیاسیون باید د یوه واحد مرکز او د افغانستان د دولت او خلکو په استازیوب خوځښت ولري."

د ښاغلي نورزي په خبره د سیاسیونو بېلابېل سفرونه دوی او د افغانستان خلکو ته کومه ګټه نه رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د کاري کړنلارې په جوړولو، د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ اوس هم اختلاف شته او د څو اونیو په تېرېدو سره بیا هم وروستی شوی نه دی.