د عامه ساتنې ملي تصدۍ: طالبانو د کمال خان بند ۶ ساتونکي وژلي

کمال خان بند

د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي، وسله والو طالبانو په نیمرزو کې پر کمال خان بند په برید سره د دې تصدۍ ۶ ساتونکي وژلي دي.

د دې تصدۍ ویاند ضیا ودان رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي دي چې د طالبانو په دې برید کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ۶ ساتونکو د وژلو ترڅنګ دوه نور ټپیان کړي هم دي.

هغه زیاته کړه: "نن سهار وختي طالبانو پر کمال خان بند برید کړی او په دې پېښه کې زموږ شپږ ساتونکې شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، طالبانو د خپلو ټولو ژمنو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنیو بریدونو ته زور ورکړی دی."

خو وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ چارواکي وايي، افغان ځواکونه له ګواښونو سره سره د کمال خان بند د پروژې ساتنې ته چمتو دي.

کمال خان بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښاره شااوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی.

د راپورونو په اساس اوس مهال د یاد بند درې برخې کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکې کې به د اوبو د زېرمه کولو جوګه شي.

د اوبو د مدیریت برخې څېړونکي وايي، کله چې کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شي ایران ته به تلونکې اوبه د هلمند د معاهدې په اساس د کنټرول وړ وګرځي او هم به د نیمروز خړې دښتې سمسورې شي.