کټوازی: تاوتریخوالی او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله نور د زغم وړ نه ده

افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال- ارشیف

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله نوره د زغم وړ نه ده.

محمد مېرزا کټوازي نن ازادۍ راډیو ته وویل، که وضعیت دغسې روان وي دوی به هم د امنیتي بنسټونو سرپرست وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه: "دا نوره موږ ته د زغم وړ نه ده، کابینه موږ ته معرفي شوې ده، که دا لړۍ دغسې روانه وي، د ملت استازي به په ځانګړي ډول امنیتي ادارو ته رایه ور نه کړي."

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، اکتوبر میاشت چې نن یې څلورویشتمه ده، د ملکي افغانانو لپاره هم خونړۍ وه.

دغې ادارې پرون ویلي، په دغو ۲۴ ورځو کې په بېلابېلو حملو کې لږ تر لږه ۱۸۰ ملکي افغانان وژل شوي او څه باندې ۳۷۰ نور ټپيان شوي دي.