افغان چارواکي: د غنمو سلګونه ننداریزې قطعې جوړېږي

ارشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان لمریز کال کې د غنمو د یو زرو ۳۰۰ ننداریزو قطعو د جوړولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ننداریزې قطعې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړې شوي دي.

تېر کال هم د غنمو ۸۲۰ ننداریزې قطعې په بغلان، بلخ، هرات،کونړ،کندز، لغمان، ننګرهار او تخار کې جوړې شوې وې.

دغه ننداریزې قطعې د غنم او سویابیو د کښت زیاتېدو او نویو لارو چارو د برابرولو په هدف جوړېږي.