'د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی'

ارشیف

د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل، چې له قرنطین وروسته پروازونه زیات شوي او د روان لمریز کال له پیله تر اوسه ۴ زره ټنه وچې او تازه میوې بهر ته صادر شوي دي.

نوموړي وویل، هند او چین له هغو هېوادونو دي چې د هوایي دهلیزونو له لارې ډېر صادرات شوي.

تېر کال تر دې دمه ۳ زره او ۵۰۰ ټنه صادرات شوي وو.

د سوداګرۍ خونه وايي، په نږدې ورځو کې به ۴ سوه ټنه جلغوزه چین ته ولېږل شي.